محمد حنیف اتمر د ولسمشریزو ټاکنو په ځنډ نیوکه کړې.
د ملي امنیت مخکیني سلاکار د ولسمشریزو ټاکنو په ځنډ باندې نیوکه کړې او خواشینې یې ښودلې ده.
اتمر ویلي، د حکومت د کمزورې رهبرۍ او د هېواد د ناسم مدیریت له امله د افغانستان خلک په بدو شرایطو کې قرار لري، ضرور ده چې ولسمشریزې ټاکنې په ټاکل شوې نېټه ترسره شي.
د حنیف اتمر له دفتر څخه خپره شوې خبرپآڼه لیکي، چې په کمسیون باندې له سیاسي لارې فشار راوړل او په انتخاباتو کې د ځنډ راوستل له قانون سرغړونه ده او موږ ته د منلو نه ده.
اتمر نیوکه کړې چې د حکومت لاس وهنې او مهنډسي کول، د ولسي جرګې انتخابات د بحران لوري ته بوتلل او د ولسمشرۍ ټاکنو کې د حکومت هر ډول ښکیلتیا به په هېواد کې ډیر ژور او پراخ بحران رامنځته کړي.
اعلامیه کې د ټاکنو پر کمېسیونونو غږ شوی چې د انتخاباتو د پروسې په ترسره کولو کې خپله خپلواکي او بې پرې والی حفظ کړي، له نوماندانو، ګوندونو او سیاسي جریانونو سره په همغږۍ او سلا مشوره کې هر اړخیز اقدامات ترسره او د پردې ترشا او یو اړخیزو پرېکړو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.