Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني؛ دښمن به مو اراده بدله نه کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/26

امنیتي بنسټونه په دې کار کوي چې په ژمي کې په وسلوالو ډلو خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

افغانان به تر هغې له یوې تپل شوې ورانوونکي جګړې سره مخ وي، تر څو چې سولې ته و نه رسیږي.

ولسمشرغني وایي، جګړه قوي او قاطع مدیریت ته اړتیا لري خو دښمن به یې د خپلواک او پرمختللي افغانستان په لور اراده بدله نه کړي.

تحلیل کوونکي وایي، په افغانستان کې جګړه د سیمې او نړۍ زبرځواکو هېوادونو د ګټو لپاره روانه ده.

خو ها خوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح بیا خبرداری ورکړی چې په دښمن به هیڅ رحم و نه کړي.

کابل کې د دوشنبې وسلوال برید له دې امله ټکان ورکوونکی و چې ګڼي د سولې خبرو ته به زیان واړوي.
خو له طالبانو سره د سولې له خبرو وروسته بیا هم قوي باور نه کېږي چې دلته به جګړه پای ته ورسیږي.

اوس د جګړې کارپوهان په دې عقیده دي چې د سیمې او نړۍ زبرځواک هېوادونه لاهم غواړي په افغانستان کې د خپلو ګټو وټو د خوندیتوب لپاره تحمیل شوې نیابتي جګړه تېزه کړي.

د ولسمشر غني په وینا جګړه قوي او قاطع مدیرت ته اړتیا لري او په دې سره په خپلو هغو نویو وزیرانو ډېر باور لري چې دفاع او کورنیو چارو وزارت لپاره یې تازه په تازه ګمارلي دي.

کورنیو چارو وزارت لپاره نوی وزیر امرالله صالح خبرداری ورکوي چې په دښمن به رحم و نه کړي.

اوس امنیتي بنسټونه په دې کار کوي چې په ژمي کې په وسلوالو ډلو خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
خو داسې لیدل کېږي چې اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت لا په ډېرېدو دی چې ملي امنیت شورا باور لري چې د نویو بدلونو سره یې د دښمن روحیه او مورال ته تاوان رسولی.

افغان حکومت د اوبوظبۍ ناستې له خبرو وروسته چې افغان پلاوي پکې له طالبانو سره مخامخ خبرې و نه کړې، داسې ښکاري چې د افغان حکومت دریځ د وسلوالو ډلو پر وړاندې لا ډېر سخت شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist