کابل کې د شهیدانو او معلولینو پر معینیت برید کې ۴۳ تنه وژل شوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي چې په دغه برید کې ۱۰نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بیا ویلي، د تیرې ورځې په څو ساعته جګړه کې د یوې میرمنې په ګډون ۲۸ ملکي وګړي او یو پولیس وژل شوي او درې پولیس ټپیان دي.
د امنیتي ځواکونو لخوا له یادې ودانۍ څخه ۳۵۷ کسان ژغورل شوي او شل ملکيان هم ټپیان دي.
تیره ورځ څه د پاسه درې بجې د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند د زړو مکروریانو سیمه کې د شهیدانو او معلولینو پر معینیت ډله ییز برید وشو.
عینیي شاهدان وایي، لومړی موټر بم چاودنه وشوه او بیا څو تنه بریدګر یادې ودانۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي، له یادې پيښې ۱۶ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.