ډبلیو ایف پي په کابل کې څه د پاسه دوه سوه کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.
ډبلیو ایف پي وايي، دغه مرستې یې په کابل ښار کې له هغو بیځایه شویو کورنیو سره کړي چې له ولایتونو څخه کابل ته را کډه شوي وي .
دغه اداره توانیدلې چې له څلويښت زره اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
ډبلیو ایف پي د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند له هغو بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي چې د شمالي ولایتونو کې د جکړې له امله کابل ته راکډه شوې دي.
دغه اداره وايي له هرې کورنۍ سره شپږزره او نهه سوه افغانۍ نغدي مرستې د درې میاشتو لپاره کړي دي.
دغه اداره وايي په کابل کې يې له لس زره کورنیو سره او په ټول هیواد کې یې له شپږ ځلویښت زره شاوخوا کورنیو سره، د دوه سوه اولس میلونو افغانیو په ارزښت په تېرو څو میاشتو کې نغدي او خوراکي توکو مرسته کړه ده.
په کابل کې د پنځمې ناحیې اړوند د قعله واحد کمپ کې له کندز او تخار ولایتونو څخه راغلي کډوال وايي نغدي مرستو سره کولاي شي ترڅو د خوښي او اړتیا توکي له بازار وپېري.
ډبلیو ایف پي وايي په هغو سیمو کې چې مارکیتونه او بازار وي بې ځایه شوو سره نغدي او لرو پرتو سیمو کې د خوراکي توکو مرستې کوي ، چې په ټوله هیواد کې به تر راتلونکي یوې اوونۍ ټولې مرستې پر اړمنو کسانو وویشي.