سناتوران: که د سولې خبرې پاېله ورکوي ټاکنې دې وځنډېږي.
مشرانو جرګه کې ځینې سناتوران ټینګار لري، که د سولې خبرې پایله لري، نو ولسمشریزه ټاکنې دې وځنډیږي.
د سولې لپاره په نړیواله، سیمه ییزه او ملي کچه هڅې، د امریکایانو وتل او د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل هغه درې لارې دي چې افغانستان یې په منځ کې قرار لري.
د مشرانو جرګې ځینې غړي وایي، د سولې راتګ لپاره دې ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي او اړتیا شوه ولسمشریزې ټاکنې دې وځنډېږي.
سناتوران وایي، طالبان له افغان پلاوي سره ګوري او یا نه ، خو مشرانو جرګه د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
ټینګار پر دې و چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دې یوه واحده تګلاره او نظر رامنځ ته شي.
د مشرانو جرګې غړي وایي، خلیلزاد او طالبان د دوی ترمنځ د سولې په اړه افغان حکومت او ملت ته کره مالومات نه ورکوي او حکومت هم د دوی پرېکړو ته په تمه دی.
د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ غوښتنه داسې مهال کېږي چې د جدي میاشتې په لومړۍ نېټه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه پیل شوه او تر دې دمه ۲۲ کسانو په دې تړاو مالوماتي مواد ترلاسه کړي دي.