د داعش پر وړاندې د مبارزې استازي د ترمپ د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې استعفا وکړه.
د داعش پر وړاندې د مبارزې په موخه د امریکا ځانګړي استازي استعفا ورکړه.
برېټ مکګورک چي د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف استازی دی وايي د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پریکړې په خاطر یې له خپلې دندې استعفا کړې ده.
ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ اعلان وکړ چې له سوریې خپل ځواکونه وباسي.
مکګورک د ټرمپ د دغې دریځ مخالف دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي هغه نور په دې برخه کې کار کول نه غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماټېس هم تیره اونۍ له خپلې دندې لاس په سر شو.