Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د یمني ماشوم زګېرویو د ټرمپ ضد مات کړ

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/19

دغه ماشوم چې د مغزو په ناعلاجه ناروغۍ اخته دی اوس یې مور ته د امریکا د ورتلو لپاره ویزه ورکړل شوه.

ډونالډ ټرمپ د رسنیو د پرلپسې راپورونو او خلکو په غوښتنه هغې یمنۍ مور ته ویزه ورکړه چې دوه کلن زوی یې په امریکايي روغتون کې بستر دی.

ټرمپ، واک ته له رسیدو وروسته د منځني ختيځ د یو شمیر هیوادونو پر اوسیدونکو د امریکا ویزې بندې کړي او امریکا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د شیمې ټوله کورنۍ په امریکا کې اوسیږي او د دغه هیواد تابعیت لري خو شیمه یمني تابعیت لري او د همدې لپاره ورته اجازه نه ورکول کیږي.

د شیمې خاوند علي حسن تیره ورځ له ټولو رسنیو وغوښتل چې غږ یې سپینې ماڼۍ ته ورسوي.

د یمني ماشوم پلار علي حسن داسې ویلي (( له تاسې ټولو مننه چې دلته راغلي یاست، زه نن دلته ځکه راغلی یم چې عبدالله زوی مې مور ته ډيره اړتیا لري، زما مېرمن هره ورځ ماته زنګ وهي او راته وايي چې زوی مې ښکل کړم، وخت ډير کم، ماسره مرسته وکړئ چې کورنۍ مې بیا سره یو ځای شي.))

امریکا کې مېشت یمني وګړي او اسلامي کمیټې غړي وايي؛ پر مسلمانانو بندیز ډير کسان زیانمن کړي  او که اجازه ورکړل شي د شېمه د ورتګ ټول لګښت دوی ورکوي.

د اسلامي کمیټې غړي باسېم الکره داسې ویلي (( اوس موږ پوهیږو چې پر مسلمانانو بندیز په بیلابیلو غیرانساني لارو پلی کیږي، او له موږ سره وخت ډير کم دی. موږ پر بهرنیو چارووزارت غږ کوو چې شیمې ته اجازه ورکړي، ځکه خاوند او زوی یې امریکايي تابعیت لري، که امریکا ویزه ورکړه موږ یې د راتګ ټول لګښت ورکولو ته چمتو یو.))

د حسن دوه کلن زوی له اوږدې مودې راهیسې د مغزو له شدیدې ناروغۍ رنځیږي.

اوس شیمه له ویزې وروسته امریکا ته روانه شوې او په پام کې ده چې نن ماښام هلته ورسیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist