کېم جونګ اون د امریکا د تازه بندیزونو پاېلې خطرناکې ګڼي.
د امریکا تازه بندیزونه کېدای شي د شمالي کوریا اټومي بې وسلې کولو هوکړه له منځه یوسي.
د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت د امریکا تازه بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې د دغې پرېکړې ځواب به ورکړي خو کېدای شي دغه کار د اټومي بې وسلې کولو بهیر د تل لپاره بند کړي.
شمالي کوریا همداراز د امریکا بندیزونه وغندل.
د شمالي کوریا دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د خپل د پلار د مړینې ۷ تلین لمانځلو لپاره د هغه قبره ته تللی و.