اسټرالیا لویدیځ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژانده.
اسټرالیا په رسمي توګه لوېدیځ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپیژانده.
د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مریزون ویلي چې هېواد یې په رسمي توګه لوېديځ بیت المقدس د اسراییلو مرکز په توګه پېژني، خو اوس به خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال نه کړي.
هغه ویلي چې اوسمهال د سفارت د ودانۍ جوړولو لپاره د ځای ارزولو چارې روانې دي او په دغه ځای کې به یو دفاعي اوسوداګریز دفتر هم پرانېزي.