ولسمشر له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې یو ځل بیا ډاډ ښودلی چې حکومت له فساد سره مبارزه کې جدي دی.
ولسمشر انديښنه وښوده چې فساد جګړې او بې کارۍ ته لار هواره کړې او د اساسي قانون د تطبیق مخه یې نیولې ده.
هغه له فساد سره د مبارزې په برخه کې لوی څارنوالۍ ته د ځینو لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکو د معرفي خبره وکړه چې له فساد سره د حکومت اراده په ډاګه کوي.
ولسمشر غني انديښنه ښودلې، که ځوانان په دولتي چوکاټ کې ځای په ځای نه شي، دا په دې مانا چې بیا ماضي ته ګرځو.
ولسمشر چې له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې مناسبت یوې غونډه ته وینا کوله ډاډ وښود چې حکومت له فساد سره مبارزه کې جدي دی او په دې برخه کې یې زیات ملکي او نظامي لوړپوړي چارواکي تر پوښتنو لاندې نیولي دي.
له دې سره د افغان حکومت همکار او مرستندویه هېوادونو ډاډ ښودلی چې له افغان حکومت سره د فساد ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
ولسمشر باور وښود چې ځوانان کولای شي له فساد سره مبارزه کې جدي مبارزه وکړي او حکومت به کار وکړي چې مهمو بستونو باندې ځوانان وګماري.
ولسمشر په ځوانانو باور ته په اشارې وویل چې که ځوانان سیستم کې داخل نه شي، په دې مانا چې ماضي خواته به لاړ شو.
له دې سره په کابل کې د امریکا سفیر ټینګار کړی چې د قوانینو د جوړیدو پر ځای باید د قانون تطبیق باندې کار وشي چې ښکاره پایلې ورکړي.
د امریکا سفیر جان باس داسې ویلي (( هغه خلک چې له درغلۍ ګټه پورته کوي له بده مرغه ډېر مبتکر دي او په دې برخه کې ډېر له ابتکار کار اخلي تر څو د فساد زمینه برابره کړي او ګټه ترې واخلي. د فساد د مخنيوي په برخه کې باید قانون په ټوله مانا پلی شي اوکه پلی نشي ډېر قوانين څه مانا نه لري او افغانستان له دې پرته بریا ته نشي رسېدلی.))
کابل کې د بریتانیا سفیر بیا له افغان حکومت سره د همکاریو ډاډ ښودلی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې به یې کوي.
کابل کې د بریتانیا سفیر نیکولاس داسې ویلي (( بريتانيا حکومت افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې اوږدمهاله همکاری دی او په تېرو کلونو کې يې په دې برخه کې ډېره مالي مرسته کړې ده او په دې برخه کې خپله ژمنه بیا تازه کوي. درغلي اقتصادي پیاوړتیا ، نړيواله سوداګري او له ټولو مهمه دا چې بې وسه وګړي او ټولنې خرابوي.))
که څه هم په افغانستان کې لا هم د پراخ فساد راپورونه شته، خو ځینو نړیوالو غونډو کې د افغان حکومت هڅې ستایل شوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې کړي دي.