Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هوثیان: صنعا هوايي ډګر هیڅکله له لاسه نه ورکوو

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/08

هوثیانو د یمن حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې صنعا هوايي ډګر هغوی ته وسپاري.

هوثیان وايي صنعا هوايي ډګر دوی ته حیاتي ارزښت لري او له دې لارې خوراکي توکي او ناروغان او ټپیان د درملنې لپاره لیږدوي.

دواړو لورو د سولې دا خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په سویډن کې پیل کړي چې د روانې ډسمبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

هوثیانو تر اوسه په سویډن کې د سولې د روانو خبرو اترو غوښتنې نه دي منلي.

د یمن حکومت چې یوه برخه خاوره یې په لاس کې ده له هوثیانو غواړي چې د پلازمینې صنعا هوايي ډګر هغوی ته وسپاري.

د سولې په دې خبرو کې د هوثیانو استازی عبدالمالک الحوثي وايي دوی دغه هوايي ډګر ته ډيره اړتیا لري او چاته یې نشي سپارلی.

د هوثیانو استازي عبدالمالک داسې ویلي (( صنعا هوايي ډګر یو نړیوال هوايي ډګر دی او له ټولې نړۍ ورته پروازونه کیږي، یمن داخلي پروازونو ته اړتیا نه لري، خو موږ نړیوالو پروازونو ته اړتیا لرو چې باید خپل ناروغان د درملنې لپاره واستوو او خوراکي توکي وارد کړو، هوايي ډګر یو مهم حیاتي ارزښت لري.))

هوثیان وايي یمن یوې نوې ادارې ته اړتیا لري او پخوانی حکومت له پښو غورځیدلی دی.

عبدالمالک داسې ویلي (( اوس دا موضوع نه ده، حالاتو تغییر کړی، موږ د یمن حکومت د ماتې شاهدان یو، د یمن حکومت ړنګ شوی دی، پوځ یې ویشل شوی، ټول بنسټونه ویشل شوي دي.))
د سولې دغه خبرې د روانې ډسمبر په شپږمه نیټه پیل شوي او د ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

صنعا هوايي ډګر اوس مهال د هوثیانو په ولکه کې دی خو هوايي چلند یې د سعودي ایتلافي ځواکونو تر اغیز لاندې دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist