افغان سوله؛ خلیلزاد له روسي چارواکو سره ولیدل.
خلیلزاد په روسیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مورګولف او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دوی له زلمي خلیلزاد سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو په اړه خبرې وکړې.
روسیې او امریکا د افغانستان وضعیت ارزولی او پر دې یې بحث کړی چې څنګه کېدای شي بین الافغاني مذاکرات رامنځته کړي.