Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بهرامي: افغانستان باید د نړیوالو رقابتونو ډګر نه وي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/04

د افغانستان د میډیوټیک موسسې په نوښت د څلورو هېوادونو ځوانانو سیمه‌ييز کنفرانس جوړ شو.

افغانستان لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د کنايې په ژبه وویل، نړیوال دې د سیمې هېوادونو د ګواښلو لپاره د افغانستان خاوره نه کاروي.

د میډیوټیک موسسې په نوښت جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان پر سوله ییز حل خبرې وشوې او د زور له لارې یې د ستونزې حل ناشونی وباله.

د افغانستان د ميډیو ټیک موسسې په نوښت د افغانستان، پاکستان،  ایران او تاجکستان د ځوانانو سفیرانو سیمه‌یز کانفرانس جوړ شوی و.

په دغه کانفرانس کې د افغانستان لپاره د ایران استازی وايي؛ د افغانستان سوله نظامي حل لاره نه لري. هغه زیاته کړه سوله د منطقې غوښتنه ده او نړیوال دې دغه خاوره د سیاسي رقابتونو ډګر نه ګرځوي.

د ایران استازی وايي؛ په افغانستان کې ښکیل هېوادونه دې له داسې تحرکاتو لاس واخلي چې د منطقې هېوادونه پرې ګواښل کيږي.

د ځوانانو سفیرانو استازي روان سیاسي وضعیت ته په کتو د سیمې هېوادونو د دایمي سولې او ښو اړیکو رغولو لپاره د منطقې هېوادونو د ځوانانو تر منځ د افکارو بدلون اړین بولي.

دوی وايي؛ د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په راتلونکي کې په ګاونډیو هېوادونو کې د ځوانانو سفیرانو کانفرانسو د جوړولو خبره کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې لپاره د منطقې هيوادونو د ځوانانو تر منځ ناستې ستايي او د دوام غوښتنه یې کوي.

د سولې عالي شورا وايي؛ د افغانستان د سولې په تړاو هر ډول ناستو نه هر کلی کوي او د همکاري ډاډ ورکوي.

په دغه کانفرانس کې د افغانستان، تاجکستان ایران او پاکستان د ځوانانو سفیرانو په ګډون افغانستان لپاره د سیمې هېوادونو ځینو سفیرانو دولتي چارواکو او د مدني ټولنو استازو  ګډون کړی چې د دوو ورځو لپاره دوام لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist