Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسي جرګه؛ د ابراهیمي څرګندونو وکیلان را وپارول

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/03

په ولسي جرګې کې دسولې پر بهیر خبرو بحث تود کړی و .

د ولسي جرګې وکیلان د جرګې له مشر سره په ناندریو واوښتل.

ناندریز ټکی د جرګې د مشر له لوري د اوه لس کلونو د لاسته راوړنو خبره وه  چې په خبره یې باید د سولې قرباني نه شي.

وکیلان وايي د سولې پروړاندې دلاسته راوړنو یادول په ښکاره له سولې سره مخالفت او له افغان ولس سره جفا ده .

دوی همدا راز اندېښنه وښوده چې په ټاکنو کې درغلي روانه ده او حق حقدار ته نه سپارل کیږي .

د جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل سوله غواړي خو داسې سوله نه ، چې د تیرې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړي .

ځینو نورو وکیلانو چې له خبرو یې ښکاریدل د سولې له بهیر سره مخالف دي، وویل داسې سوله غواړي چې په عدالت ولاړه او قیمت یې مالوم وي .

 دغه څرګندونې د وکیلانو له سخت غبرګون سره مخ شوې .

ملا تره خېل او عبدالله بارکزي وویل په تطرو ۱۷ کلونو کې داسې لاسته راوړنه نشته چې قیمت یې له سولې لوړ وي او دغه ډول څرګندونې د سولې له بهیر سره مخالفت دی .

په ورته وخت کې وکیلانو نیوکه درلوده چې د رایې شمیرنې بهیر شفاف نه  دی  او د جرګې څوکۍ د پیسو په بدل کې دوطلبۍ ته وړاندې کیږي .

دغه څرګندونې په داسې حال کیږي چې تازه د ټاکنو کمیسیون عملیاتي رییس له نومانانو نه د پیسو اخیستو په تور د کامیابۍ ژمنه به یې ورکوله نیول شوی چې دمګړۍ تر څیړنو لاندې دی . 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist