پاریس کې په وروستیو لاریونونو کې له ۴۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.
د پاریس دا لاریونونه د تیلو د مالیاتو او بیعو د لوړیدو پر ضد روان دي چې هرځل په نښتو اوښتې دي.
د فرانسې ولسمشر ایمنیول ماکرون د حکومت له مشرانو غوښتي چې له لاریون کوونکو سره کیني او دا موضوع د خبرو له لارې حل کړي.
د پاریس د پولیسو چارواکي وايي، ۴۱۲ کسان یې په دغو لاریونونو کې نیولي چې تاوتریخوالي ته یې لار هواروله.
د پاریس د پولیسو مشر مایکل ډېلپیوچ، تېره ورځ په پلازمینه کې ۴۱۲ کسان ونیول شول. دا هغه څه دي چې په تېرو څو لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
لاریون کوونکي چې د ایلسي ماڼۍ مخ ته راټول شوي ګڼو ودانیو او موټرو ته یې اور ورته کړی او پولیس ېې د کابو کولو لپاره له ربړي مرمیو او اوښلنو ګازو کار اخلي.
خلکو له حکومت د بیړني حالت د اعلان غوښتنه کړې خو ایلسي ماڼۍ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
اخوا سرچینې وايي، د فرانسې ولسمشر ایمنیول ماکرون له لومړي وزیر او نورو چارواکو غوښتي چې له لاریون کوونکو سره کیني او د خبرو له لارې روانې ستونزې حل کړي.