د بلخ ښاروالۍ کې د فساد تازه ادعاوې.
د مزار شريف نوی ښاروال وايي چې په ياده اداره کې د اداري فساد، زورواکي او سپينو چيکونو د توزيع له امله دولتي عوايد ټیټې کچې ته را رسېدلي دي.
هغه زياتوي يو شمېر آمرينو له خپلو ناحيو څخه دوکانونه جوړ کړي او په هر نوم له خلکو څخه پيسې غواړي.
له دې سره مزار ښاريان له نوي ښاروال څخه د خبرو پر ځای د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.
له دوه کلنۍ سرپرستۍ وروسته، حکومت عبدالحق خرمي د مزار شريف لپاره نوی ښاروال ټاکلی، چې په رسمي ډول يې دنده پيل کړه.
نوموړي د خپل کار په پيل کې وويل، چې ياده اداره کې د اداري فساد، زورواکۍ او سپينو چيکونو د توزيع له امله دولتي عوايد دومره کم شوي چې ښاروالي د خپلو مامورينو د معاش د ورکړې وس نلري.
هغه وايي چې يو شمېر آمرينو له خپلو اړونده ناحيو څخه شخصي دوکانونه جوړ کړي، چې په بېلابېلو پلمو له خلکو څخه پيسې راټولوي او جيب ته يې اچوي.
په ورته وخت کې مزار ښاريان له نوي ښاروال څخه د خبرو پر ځای د ستونزو د حل په موخه د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.
د مزارشريف ښاروال وايي چې له دې وروسته هېڅ کارمند د ښاروالۍ اړوند فزيکي پېسې نشي ټولولای او مشتريان به په خپل لاس خپله ماليه د ښاروالۍ حساب کې جمع کوي.