حکومت د نامسؤوله وسله والو لپاره قانوني چوکاټ جوړ کړ
د ملي امنیت شورا خبرپاڼې له مخې د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې د غزني، فاریاب، ننګرهار، فراه او نورو ولایتونو امنیتي وضعیت و ارزول شو.
خبرپاڼې ویلي، په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي.
په دغه ناسته کې د نامسؤوله وسله والو ډلو قانونمنده کېدو طرزالعمل هم تایید شو او د ملی امنیت شورا ناسته به پرې وروستۍ پرېکړه کوي.