• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پاکستان استخبارات، پکتیا کې قومي شخړو ته لمن وهي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/01

د پکتیا په یو شمیر ولسوالیو کې د پاکستاني استخباراتو تازه لاسوهنه .

د پکتیا والي شمیم کټوازی وایي، پاکستاني استخبارات پر ډیورنډ کرښه پرتو ولسوالیو کې قومي شخړو ته لمن وهي او غواړي له دې لارې قومي یووالی او جوړښتونه زیانمن کړي .

د پکتیا والي همدا راز وایي ، چې امنیتي او کشفي ادارې له ولسونو سره په ګډه د پاکستاني استخباراتو د دا ډول لاسوهنې د مخنیوي هڅه کوي او اجازه به ورنه کړل شي چې پکتیا کې قومي جوړښتونه زیانمن کړي .

د پکتیا پټان ولسوالۍ کې والي شمیم کټوازي له قومي مشرانو وغوښتل چې د پاکستاني استخباراتو د تازه لاسوهنو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي .

شمیم کټوازی وایي ، چې پاکستاني استخبارات پر ډیورنډ کرښه پرتو ولسوالیو کې قومي شخړو او جنجالونو ته لمن وهي او له دې لارې غواړي چې د سیمې امنیت او قومي جوړښتونه زیانمن کړي .

د پکتیا والي وایي ، چې امنیتي او کشفي ادارې له ولسونو سره په ګډه د پاکستاني استخباراتو د دا ډول لاسوهنې د مخنیوي هڅه کوي او اجازه به ورنه کړل شي چې د سیمو امنیت زیانمن او قومي جوړښتونه له منځه یوسي .

د پکتیا په یو شمیر ولسوالیو کې ډیری وخت د ځمکې پر سر د کلیو ، قبیلو او قومونو تر منځ وسله والې شخړې رامنځته کیږي چې مرګ ژوبله هم لري .

دلته د حکومت پریکړې په سختۍ عملي کیږي او ډیری وخت ولایتي اداره غوره ګڼي چې د دا ډول ستونزو د هواري په موخې په رسمي ډول جرګې وټاکي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist