• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له ولسمشریزو ټاکنو د سولې بهیر مهم دی

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/29

طالبانو سره سوله باید له ولسمشریزو ټاکنو مخکې شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د پخلاینې بهیر تر ټاکنو مهم دی ځکه که سوله وشي طالبان هم باید سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

خلیلزاد وايي د سولې لپاره په ډېره بیړه کې دي ځکه افغانان نور له جګړې ستړي دي.

خلیلزاد د سولې او پخلاینې په تازه بهیر کې یو ځل بیا د ګاونډيو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان رول اړین وباله.

د افغان سولې  لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د افغان سولې په تړاو تازه هلې ځلې پېل کړي سوله تر هرڅه اړینه بولي.خلیلزاد له پي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې د سولې بهیر له ټاکنو اړین وباله.

هغه وايي پخلاینه باید له افغان  ولسمشریزو ټاکنو مخکې وشي چې طالبان له پخلا کیدو وروسته په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد داسې ویلي (( که له طالبانو سره لومړی د سولې تړون لاسلیک شي او بیا ولسمشریزې ټاکنې وشي دا به غوره وي، ځکه بیا طالبان به هم وکړای شي په دې بهیر کې ګډون وکړي خو که کوم تړون ونشو بیا به احتمالي ټاکنې پخپل وخت کیږي.))

خلیلزاد وايي امریکا او افغان حکومت ځکه د سولې لپاره ډېره بیړه کوي چې افغانان له جګړو ستړي دي او دا تراژیدي باید ژر پای ته ورسېږي.

زلمي خلیلزاد ویلي (( هو ، موږ په بیړه کې یو چې دا افغان تراژیدي پای ته ورسېږي ځکه افغانان له جګړې ستړي دي. افغانان سولې ته تر هر څه ډېره اړتیا لري ځکه څلوېښت کاله کېږي چې هلته جګړه روانه ده. موږ په بیړه کې یو خو موږ رېښتینې پایلې غواړو.))

پاکستان چې په افغان جګړه کې تل ملامته ګڼل شوی او د دې جګړې اصلي طرح کوونکي له کرښې ها غاړه ګڼل کيږي، په دې سوله کې مهم رول لوبولای شي.
خلیلزاد هم د تېر په څېر پاکستان مسوول وباله او له هغوی یې وغوښتل چې افغان سوله کې رغنده رول ادا کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد داسې ویلي (( موږ په داسې حال کې چې د سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات غواړو له ګاونډیو سره هم د دې مذاکراتو غوښتونکي یو. زه فکر کوم چې اوس یې وخت را رسېدلی چې افغانستان کې سوله راشي او پاکستان پکې مثبت رول ولوبوي.))

د افغان سولې  لپاره د امریکا دغه ځانګړی استازي هم بین الافغاني خبرې اترې اړینې وبللې او زیاته یې کړه چې تر هغې دا جګړه پای ته نه رسیږي چې افغانان یو بل و نه مني او ټول د مذاکراتو په یوه میز را ټول نشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist