جینوا ناسته کې د مرسته کوونکو لخوا د حکومت لاسته راوړنو د ارزونې نظرونه ویشلي دي.
د جینوا کنفرانس د حکومت کړنې د سر په ښورلو مثبتې ارزولي دي.
شنونکي وايي هغه شرایط چې افغان حکومت یې نړیوالې ټولنې ته د تطبیق ژمنې ورکړې وې تر یو برید عملي شوي ،خو بشپړ رضایت نه دی حاصل شوی.
حکومت وایي ناامني او اداري فساد په یوه ورځ اوج ته نده رسیدلې، چې لمنځه وړل یې هم ډیر وخت غواړي.
شنونکي وايي د اصلاحاتو او کار موندنې لپاره نه یوازې چې کار ندی شوی بلکې له خلکو د شته کارونو چانس هم اخیستل شوی.
څیړونکي مني چې اقتصادي اصلاحاتو ته کار شوی خو د فساد او ناامنۍ ننګونې پر خپل ځای دي.
باور دادی چې فساد په یوه ورځ اوج ته ندی رسیدلی او لمنځه وړل یې وخت غواړي.
حکومت وایي د جینوا ناسته کې د مرسته کوونکو باور تر لاسه کړی ، اقتصادي اصلاحات او پرمختګونه یې مثبت ارزول شوي.
خصوصي سکتور وایي حکومت بروکسل ناسته کې له نړیوالې ټولنې سره د پانګونې لپاره د اسانتیاوو ځینې ژمنې عملي کړي خو د اداري فساد او سوداګرو د نه خوندیتوب ستونزې ندې حل شوي.