ولسمشریزې ټاکنې د وري یا حمل میاشتې پر ۳۱ مه کېږي.
د ټاکنو کمیسیون وايي، له سیاسي ګوندونو، سیاستوالو او مدني فعالانو سره تر سلا مشورو وروسته یې پرېکړه وکړه چې ولسمشریزې او د غزني پارلماني ټاکنې به د راتلونکي وري یا حمل میاشتې پر ۳۱ نېټه کوي.
د دغه کمیسیون مشر تېر ماښام وویل، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به له څلور میاشتې ځنډ وروسته د راتلونکي لمریز کال د سنبلې پر ۳۰ نېټه ترسره کېږي.
ټاکل شوې چې نن چهارشنبه به د دغو څلور واړو ټاکنو بشپړ مهالوېش له خلکو سره شریک شي.
ټاکنو کمېسیون په یوه وخت د څلورو واړو ټاکنو ترسره کېدل له امکانه لرې وبلل او زیاته یې کړه چې ځکه یې په دوو بېلا بېلو پړاونو کې ترسره کوي چې راڼه بهیر ته یې وخت او بشري ځواک ولري.