Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ایران حوصله په ختمېدو ده

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/28

اروپايي ټولنې پر ایران د امریکا د بندیزونو له پیل راهېسې د ایران لوری نیولی دی.

د  ایران د اټومي پروګرام مشر علي اکبر صالحي وايي اروپايي هیوادونه ورسره تر اوسه ولاړ دي خو که حالات بل ډول شي دوی نور صبر نشي کولای.

 صالحي وايي ایران اوس هم هرڅه بیا له سره پیلولی شي او د یوارنیمو غني کول له ۲۰ سلنه هم را پورته کولای شي.

ایراني چارواکي اوس وايي که اورپا یې هم ملتیا پریږدي نو حوصله به یې ختمه شي او د لویدیځ تاوتریخوالی به و نه زغمي.

د ایران د اټومي انرژۍ مشر علي اکبر صالحي خبر داری ورکړ چې اروپايي ټولنه باید د خپلې همکارۍ په تړاو جدي اوسي.

د ایران د اټومي انرژۍ مشر علي اکبر صالحي داسې ویلي (( موږ تر اوسه واقعي پایلې نه دي لیدلي. اروپايي ټولنې موږ سره له پیله ژمنه کړې وه چې د سیاسي اصولو په چوکاټ کې به موږ سره همکاري کوي، خو موږ داسې همکاریو ته اړتیا لرو چې عملي بڼه ولري، زه د اروپايي ټولنې بهرنۍ  پالیسۍ مشرې فیدریکا موګیرني ته خبر داری ورکوم چې نور زموږ حوصله ختمه شوې.))

صالحي وايي اوس هم کولای شي چي هرڅه بیا له سره پیل کړي او له شل سلنه یې راپورته کړي.

د ایران د اټومي انرژۍ مشر علي اکبر صالحي داسې وویل (( که له تخنیکي پلوه وغږیږو موږ ته اسانه ده چې هرڅه بیا له سره پیل کړو، موږ کولای شو خپله انرژي او اټومي پروګرام له ۲۰ سلنه را پورته کړو، موږ اوس مهال ۳۰۰ کیلوګرامو یورانیمو ته محدود یو، خو موږ یې را پورته کولای شو.))

د ایران د اټومي پروګرام وروسته له هغې ټکنی شو چې امریکا پرې بندیزونه ولګول او هغوی له سوداګریزو ستونزو سره مخ شول.

اخوا واشنګټن تر اوسه تهران ته د اضافي بندیزونو ګواښ کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist