اروپايي ټولنه له افغانستان سره له پنځه سوه میلیونه ډالره ډېره مرسته کوي
په جېنېوا کې د افغانستان په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې غړي هېوادونه یې ۴۷۴ میلیونه ایرو چې پنځه سوه او پنځه دېرش میلیونه ډالره کېږي د افغانستان د پرمختګ، روغتیايي برخې، عدلیي، کډوالو او نورو برخو لپاره ځانګړې کوي.
په دغه غونډه کې ولسمشر غني ویلي، هېواد یې اوس توپیر لري او د پانګونې لپاره تیار دی.
اشرف غني د دې غونډې ګډونوالو ته په وینا کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې او خنډونو او له دې سکټور سره د نړیوالې ټولنې د مرستې په اړه بشپړې خبرې کړي.
ولسمشر نړیوال وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان نن بل افغانستان دی او د کاروبار لپاره تیار دی.
اشرف غني، په افغانستان کې په بیلا بیلو سکټورونو، کرنې، طبعي زېرمو، د انرژۍ د تولید او په یو شمېر نورو برخو کې د فرصتونو یادونه کړې چې د ده په وینا، کولای شي د نړیوالو په لږې پانګې سره دا هېواد د ثبات او سوکالۍ لارې ته نیغ او په سیمه کې په یوه اتصالي هېواد بدل کړي.