پارلماني ټاکنې؛ د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې
د ټاکنو کمېسیون د زابل، کاپیسا، پنجشیر لغمان او نیمروز ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې عبدالقادر قلاتوال، حمیدالله توخي او زهرا توخي له زابل ولایت څخه پارلمان ته لاره موندلې ده.
له کاپیسا څخه میرداد نجرابي، میر حیدر افضلي، اقبال صافی او خدیجه الهام بریالي شوي دي.
عبدالمنیر تره خیل، محمد رفیع، محمد عالم او زیفنون صافۍ له لغمان ولایت څخه بریالي شوي.
له پنچشیر څخه بیا محمد زلمی نوري او راحله سلیم بریالي شوي.
او له نیمرزو څخه فریده حمیدي او ګل احمد نورزاد پارلمان ته لاره موندلې ده.
تیره جمعه د بامیان، دایکندي، جوزجان، ارزګان، او فراه ولایتونو د ټاکنو پایلې اعلان شوې.