فرانسه کې د ایلسي ماڼۍ مخ ته لاریونونه په نښتو او تاوتریخوالي اوښتي دي.
د پاریس پولیس د لاریون کوونکو د کابو کولو لپاره پر هغوی ربړي مرمۍ او اوښلن ګاز کاروي.
لاریون کوونکي د ایلسي ماڼۍ کوڅه کې راټول شوي او د خوراکي توکو او تیلو د بیو د لوړوالي پر ضد شعارونه ورکوي.
امنیتي چارواکو په پاریس ښار کې د لاریون کوونکو شمیر ۵۰۰۰ ښودلی چې د کنټرول لپاره یې له شل زرو زیات پولیس ګومارل شوي دي.
تیره اونۍ شاخوا ۲۵۰ زره کسان د فرانسې په بیلابیلو ښارونو کې واټونو ته وتلي وو او د حکومت ضد شعارونه یې ورکول چې د لاریونونو دا لړۍ لا دوام لري.
په دې لاریونونو کې تر دې دمه دوه تنه وژل شوي او د پولیسو په ګډون له ۲۰۰ زیات ټپیان دي.