Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مرکزي امریکا د کډوالو کاروان امریکا ته نږدې شوی

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/25

ټرمپ؛ مکسیکويي کډوال دې د محکمې پرېکړې ته په تمه شي.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ وایي، څو چې د امریکا محکمه د دې کډوالو قضیې ارزوي، دوی باید مکسیکو کې پاتې شي.

اخوا د تکزاس ایالت پر پوله زرګونه نور پوځیان میشت شوي، چې د امریکا متحده ایالتونو ته د مرکزي امریکا کډوالو ور تلونکي کاروان مخه ونیسي.

د مکسیکو له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته له مرکزي امریکا څخه د زرګونه کډوالو ور تلونکی کاروان نږدی شوی.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې دا کاروان باید تر هغې په مکسیکو کې په تمه شي، ترڅو د امریکا محکمه د دوی قضیو په تړاو ارزونه کوي. د مکسیکو کډوالو چارواکي بیا وايي، له  امریکايي چارواکو سره یې د کډوالو په اړه خبرې کړي دي.

د مکسیکو کډوالو کمېسیون مشرې جولېټا وېنسېس داسې ویلي (( د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د امریکايي چارواکو سره خبرې کړي، که چېرې امریکا کډوالو ته لاره پرانېزي، نو دوی به د غوښتنې په اړه موږ ته یوه بیانیه را کوي، چې په غوښتنه کې شرایط څه دي او که دا د دوی په ګټه نه وي نو دوی به دلته راګرځي.))

اخوا د امریکا په تکزاس ایالت کې د پولې پر سر شاوخوا شپږ زره  اضافي پوځیان  ځای پر ځای شوي، چې د کډوالو مخه ونیسي.

د امریکا د پوځ عامه چارو افسر ډېرېک وامسلي داسې ویلي (( دا خنډونه د دې لپاره دلته اېښوول شوي، تر څو هغه کډوال چې غواړي له غیر قانوني لارې امریکا ته دننه شي، مخه یې ونیول شي.))

که څه هم د کډوالو کاروان له پولې څخه زرګونه کېلو متره لرې دی او ځایي خلک د پوځ دا چمتو والی حماقت بولي.

اخوا دملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنر د ولسمشر ټرمپ پراداره بیا نیوکه کړې، چې د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري له ټولو هېوادونو نه غوښتنه کوي، چې که څوک د پناه غوښتلو درخواست کوي او بشري مرستو ته اړ وي نو پکار ده، چی دواړه ورته پرته له ځنډ برابر کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist