• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنې؛ د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/24

د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې لپاره د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ویلي، په دې ولایتونو کې فراه، بامیان، دایکندي، ارزګان او جوزجان شامل دي.

صیاد ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به د یو شمېر نورو ولایتونو پایلې هم اعلان کړي.

د راپورونو له مخې، په دایکندي کې سید محمد داود ناصری، ریحانه آزاد، علي اکبر جمشیدي او شیرین محسني ولسي جرګې ته بریالي شوي، له فراه ولایت څخه همایون شهیدزاده، عبدالستار حسیني، عبدالنصیر فراهي، عبدالجلیل بختور او بلقیس روشن په لومړنیو پایلو کې بریالي ښودل شوي دي.

دغه راز له ارزګان څخه بسم الله جان محمد، قدرت الله او انوشه بارکزۍ، له جوزجان ولایت څخه حاجي باتور دوستم، بکتاش ایشچي، محمد کریم جوزجاني، عزیزالله الفتي او حلیمه صدف کریمي راغلي او له بامیانو ولایت څخه بیا رحیم علي یار، ظهیرالدین جان آقا، سید محمد جمال بهشتي فکوري او نیکبخت فهیمي هغه کسان دي چې په لومړنیو پایلو کې بریالي اعلان شوي دي.

 ولسمشریزې ټاکنې

تر راتلونکې اوونۍ به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان شي.

د ټاکنو کمېسيون مشر ګلاجان عبد البدیع صیاد ويلي، تر راتلونکې اوونۍ به د ولسمشرۍ د ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.

صیاد وویل، له هغې وروسته چې له اړوندو ارګاونو سره د بودیجې، تخنیکي او عملیاتي مسئلو په اړه سلامشورې وکړي، نو راتلونکې اوونۍ به هغه مهالوېش هم له خلکو سره شریک کړي.

ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي ۹۸ کال د حمل میاشتې په ۳۱ مه ترسره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist