خوست؛ ځانمرګي برید ۲۷ سرتېري ووژل
خوست کې د ملي اردو د لواء دننه چاودنې له ۲۷ سرتیري وژلي او ۵۰ ټپیان دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې د جدي څېړنې امر کړی دی.
تیره ورځ د جمعې د لمانځه پرمهال د خوست ولایت اسماعیل خېل- مندوزیو ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو د لېوا جومات کې چاودنه شوې وه.
د خوست والي حکم خان حبیبي بیا وايي، دې پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
پېښه کې وژل شوي ټول د ملي پوځ ځواکونه دي.
پېښه د ۲۰۳ قول اردو لومړۍ لوا د مرکز په جومات کې شوې، چې له خوست ښاره نږدې ۱۵ کیلومتره لرې کابل ته د غځېدلي سړک غاړې ته موقعیت لري.
دغه پوځي مرکز ته نږدې کورونه نه شته او د تګ راتګ لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.