له نړیوالو سره د افغانستان ۵۰ تر ۶۰ سلنه ژمنې پوره شوي.
افغان حکومت د جنیوا کنفرانس کې د یو واضح لیست سره ګدون کوي خو داځل له نړۍ مرستې نه غواړي.
ټاکل شوې د سویس پلازمېنه جنیوا کې د روانې نومبر میاشتې په ۲۷ مه او ۲۸ مه د افغانستان په تړاو د یو نړیوال کنفرانس کوربه وي چې د بروکسل او وارسا کنفرانسونو په دوام جوړیږي.
په دې کنفرانس کې به د لومړۍ نیمایي لسیزې پرمختګونه او لاس ته راوړنې وارزول شي او په ستونزو به خبرې وشي.
ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا ټینګار وکړ چې افغانستان له مالي پلوه د تړلي هېواد څخه د بل هغه پر لور د بدلېدو په حال کې دی.
جنیوا کنفرانس کې افغان حکومت د تحول نیمه لسیزې پرمختګونه او ننګونې به وڅېړل شي او راتلونکو پنځو کلونو لپاره به دواړه لوري خپلې ژمنې تازه کړي .
په بروکسل او وارسا کې نړیوالو د افغانستان سره د ۴ کلونو لپاره ۱۵ ملیاردو ډالرو مرستې اعلان کړې وې.
نشیه یې توکې ، پانګونه ، ټاکنې او سوله هغه مهم مسایل دي چې د جنیوا کنفرانس کې به پرې خبرې وشي.
د ولسمشر ویاند وویل اوس افغانستان د مالي پلوه د تړلي هېواد څخه اوښتی او بدلېدو لورته روان دی.
اوس افغان حکومت وایي، پوره تیاری یې نیولی چې نړیوالو ته د تېرو څو کلونو په تړاو خپلې ژمنې روښانه کړي.
جنیوا کنفرانس کې نږدې ۶۲ هېوادونو او سازمانونو استازي برخه اخلي.
د ارګ د ویاند په کنفرانس کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې په خپل وخت کېږي او دغه راز د سولې لپاره په مشورتي بورډ کار روان دی چې تاز یې د جوړېدو غوښتنه شوې.