کراچۍ؛ د چین پر قونسلګرۍ برید ۲ پاکستاني پولیس ووژل
په کراچۍ کې درې بریدګر او دوه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
د کراچۍ پولیسو مشر امیر شیخ رسنیو ته ویلي چې نن سهار درې بریدګرو غوښتل چې په دغه ښار کې د چین قونسلګرۍ ته ننوځي خو پولیسو یي مخنیوی کړی دی.
شیخ ویلي، پولیسو هڅه کړې چې د بریددګرو مخنیوي وکړي چې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او یو د قونسلګرۍ ساتونکی ټپي شوی دی.
د پولیسو دغه مشر ویلي، درې واړه بریدګر د پولیسو له لورې وژل شوي چې وسلې او د ځانمرګي واسکټ هم ورسره وو.
د پولیسو مشر ډاډ ورکړی چې د چین کونسلګرۍ کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلی .
روغتیا پالانو د قونسلګرۍ د ساتونکي روغتیایي وضعیت نازک بللی دی
د برید مسوولیت بلوڅ بېلتون پالو اخیستی دی.
بلوڅ بېلتون پالو خبرداری ورکړی که چین په بلوچستان کې له پروژو لاس وانخلي، نو نور بریدونه به هم پرې وکړي.
هند په دغه برید کې لاس لرل رد کړي.