ولسمشر غني وايي، د افغانستان دوښمنانو په وروستي برید سره شرعيي او اخلاقي حدود مات کړل.
ولسمشر چې یوه روغتون ته د دیني علماوو پوښتنې ته ورغلی وویل دوښمنانو په دې کار سره شرعيي او اخلاقي حدود مات کړل.
ولسمشر ډاډ ورکړ چې د دغه برید غچ به واخلي طالبان هم باید یوازې په غندلو اتکا ونه کړي.
د علماوو د غونډې مشر او ترتیب کونکی وايي، دوی له هېچا سره دوښمني نه درلوده خو له ځینو غیر مذاهبو سره یې ژور اختلافات درلودل.
ولسمشر غني پر علماوو د وروستي برید د غچ اخیستو ګواښ وکړ.
ځینې ادعا ګانې شته چې دغه علماء د هغې غونډې ګډونوال و چې په افغانستان کې یې جګړه نا روا بللې وه.
طالبانو هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی، داعش هم تر اوسه د برید مسولیت نه دی منلی.
له دې وړاندې هم خپله نعمان په فردي ډول هدف شوی خو دی ترې روغ وتلی دی.
هغه وايي دوی له هېچا سره دوښمني نلري خو د هغو ډلو په ضد یې تل غږ پورته کړی چې مذاهب نه مني.
د سې شنبې په ماښام د کابل په یو هوټل کې د علماوو په غونډه کې ځانمرګي برید ۵۷ علما ووژل او ۹۰ نور یې ټپيان کړل چې د یو شمېر ټپيانو وضعیت لا هم نازک بلل شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه د منلی او طالبانو دغه برید په سختو ټکو غندلی.