د شهزاده محمد بن سلمان له واکه لرې کول ناشونې دي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وايي، د خاشقجي په قضیه کې د شهزاده ګوښه کېدل ناممکنه ده.
عادل الجبیر ویلي، د شهزاده محمد بن سلمان ګوښه کول دوی ته سره کرښه ده.
جبیر زیاته کړه چې نه غواړي په داسې حساس وخت کې د خپل هیواد ټیکاو ته زیان ورسیږي.
هغه تر دې وړاندې په یوه مرکه کې د خاشقجي په وژنه کې د سعودي حکومت او شهزاده محمدبن سلمان لاس درلود رد کړي وو.
اخوا د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم فشارونه زیات شوي چې له سعودي سره اړیکې پرې کړي.