Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسیه بي بي هڅه کوي جرمني ته وتښتي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/21

د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور تورنه پاکستانۍ اسیه بي بي غواړي جرمني ته ولاړه شي خو قبولي ته یې اړتیا ده.

په ورته وخت کې د اسیه بي بي مدافع وکیل وايي، د هغې نوره کورنۍ نه غواړي چې له پاکستان و وځي.

د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور تورنه آسیه بي بي جرمني کې د اوسیدو اسنادو ته اړتیا لري.

د اسیه بي بي وکیل چې په فرانکفورت کې دی وايي له جرمني چارواکو سره یې په دې تړاو خبرې روانې دي.

هغه وايي آسیه بي بي له زندان خوشې شوې خو له هیواده بهر وتلو لپاره قوي اسنادو ته اړتیا لري.

د اسیه بي بي مدافع وکیل سیف الملوک وویل، (( دا ډيره ساده ده، کله چې د پاکستان اساسي قانون و ویل چې قضايي څانګو ته باید درناوی وشي، بیا نو د نړۍ هیڅ قوت د دې کار مخه نشي نیولی، قضايي قوې هغه خوشې کړې ده او اوس د هغې خوښه ده چې په اسلام اباد کې پاتې کیږي او که له هیواده بهر ځي خو وروستیو لاریونونو یې له پاکستانه وتل سخت کړي دي.))

سیف الملوک وايي، اسیه بې بې کولای شول په یوې ویزه جرمني ته ولاړه شي خو اوس ځینو ګوندونو غبرګونونه ښودلي او د پاکستان حکومت هغه په یوې ویزې له هیواده نشي ویستلی.

هغه وايي، جرمني باید د اوسیدو او قبولۍ ټول اسناد ورکړي.

اخوا یو شمیر راپورونه وايي، چې د اسیه بي بي څښتن بله میرمن هم لري او د هغوی کورنۍ نه غواړي چې له پاکستان و وځي.

د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو هم اسیه بي بي ته د پناه ورکولو غوښتنه کړې ده.

اسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې اسلام ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه شوې وه چې څو اونۍ وړاندې خوشې شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist