یمن؛ حوثي یاغیانو اوربند ته چمتووالی وښود.
یمن کې حوثیانو وروسته له هغې اوربند ته چمتو والی وښود چې د سعودي ایتلافي ځواکونو پر جګړې ټینګار وکړ.
اوس مهال حوثیان وايي، د جګړې د دریدو او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دا اوربند کوي.
حوثیان ټینګار کوي چې د اوربند په وخت کې به د سعودي پر خاوره هیڅ ډول توغندي و نه توغوي.
اخوا نړیوالې ټولنې هم پر سعودي ایتلاف فشار راوړی چې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه له یمن سره لنډمهالی اوربند اعلان کړي.
تازه ملګرو ملتونو او امریکا د حوثیانو او سعودي ایتلاف ترمنځ د اوربند منځګړیتوب ته پوره چمتو والی ښودلی دی.