ټرمپ: پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نه دي کړي.
ډونالډ ټرمپ ویلي، پاکستان د امریکا لپاره هيڅ نه دي کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په راتلونکې کې افغانستان او عراق ته سفر کوي او هلته به له امريکايي ځواکونو سره وګوري، خو د سفر نیټه یې نه ده مالومه کړې.
ټرمپ ويلي، پاکستان د امریکا لپاره هيڅ نه دي کړي او دوی هم پاکستان ته د پیسو نه ورکولو پرېکړه کړې ده.
ټرمپ له یو امریکایي ټلوېزیون فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، د القاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د پوځيانو سره جوخت اوسیده او په پاکستان کې ترې هر څوک خبر و.
هغه ویلي، امریکا هر کال پاکستان ته ١.٣ بیلیونه ډالر ورکول او هغه هم په داسې وخت کې چې اسامه په پاکستان کې و، خو په وینا یې اوس یې دغه پیسې بندې کړي دي.
ټرمپ د ٢٠١٨ کال په لومړۍ میاشت په یو ټویټ کې ویلي و، چې د امریکا د اربونو ډالرو مرستې په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی.
خو پاکستان بیا دا هر څه ردوي.