هند کې چاودنې ۲۳ سکانو ته مرګ ژوبله واړوله.
هند کې د سیکانو پر یوه غونډه د برید له امله کابو ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
برید کې درې کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي.
د چارواکو په وینا برید هغه مهال وشو چې دوه تنو موټرسایکل سپرو په امریتسر سیمه کې د سیکانو په غونډه کې لاسي بم وغورځوه.
غونډې ته کابو ۲۵۰ کسان راټول شوي وو چې خپل مذهبي مراسم یې هم پکې ترسره کول.
د سیمې د پولیس مشر سوریندرپال سېنګ هم ددې برید پخلی کړی دی.
تر اوسه ددې برید مسوولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو یو شمیر امنیتي چارواکو د پاکستان په ملاتړ بیلتون غوښتونکې ډلې ملامته کړې دي.