عراق کې موټر بم برید ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د عراق په تیکریت ښار کې موټر بم چاودنې له شلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
په دې چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
پولیس وايي، د چاودنې له امله شاوخوا لسګونو موټرو هم اور اخیستی او سوځېدلي دي.
دا موټر بم چاودنه د تیکریت ښار له ګڼې ګوڼې په ډکې سیمه کې شوې ده.
تېکریت ښار له پلازمینې بغداد سره شاوخوا په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی چې له ډير وخت راهیسې امن دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.