د کلفورنیا د اورلګېدنې د مړو شمېر ۷۷ ته پورته شو.
د چارواکو په وینا په دې اورلګیدنه کې د لا درکه کسانو شمېر هم کابو ۱۳۰۰ ته رسېدلی دی.
د ژغورنې چارواکي په دې اند دي چې دغه لادرکه شوي کسان د اور لمبو سوځولي دي.
د کلفورنیا دغه سیمه چې اور په کې بل دی د پرډایس یا جنت په نوم یادیږي او تر دې دمه ترې ۴۶ زره کسان تښتیدلي دي.
د پرډایس له سیمې تښتیدلي کسان په لنډ مهالو خیمو او حتی خپلو موټرو کې ورځې شپې سبا کوي.
د اور وژنې ډلې زرګونه کارکوونکي اوس مهال په سیمه کې دي خو تر اوسه په خپلو هڅو کې ناکام دي.