ولسمشر محمد اشرف غني وايي، مشورتي بورډ د سولې شورا موازي نه دی.
ولسمشر ډاډ ورکړی چې د سولې مشورتي بورډ د سولې عالي شورا سره د موازي ادارې په توګه نه جوړوي.
محمد اشرف غني نن په ارګ د سولې عالي شورا له غړو او مشر سره په لېدنه کې دغه ډاډ ورکړی دی.
ولسمشر ويلي چې مشورتي بورډ د سلا مشورو لپاره جوړېږي چې بین الافغاني خبرو ته لار برابره کړي.
ولسمشر ویلي چې سلا مشورې په اسلام کې ځای لري او له همدې امله ورته لومړیتوب ورکوي.
وړاندې داسې ګونګوسې وې چې ګنې د سولې عالي شورا په مقابل کې د سولې مشورتي بورډ جوړېږي.
پر دغه بورډ کار روان دی او ډېر ژر به جوړ شي.