Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

امریکا: طالبان په جګړه کې بایلونکي نه دي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/18

امریکا اعتراف وکړ چې طالبان په جګړه کې ماتې خوړونکي نه دي او اړتیا ده چې د سولې لاره تعقیب شي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز په یوه امنیتي غونډه کې ټینګار کړی چې د افغان جګړې او سولې د مدیریت لپاره ښه ده چې ښکیلې غاړې پر سوله تمرکز وکړي.

دا به په خپل ډول کې لومړی ځل وي چې د امریکا د پوځ لوړپوړی چارواکی د جګړې په برخه کې طالبان نه ماتیدونکي بولي.

له ۱۷ کلنې جګړې او د زلمي خليلزاد له ګمارنې وروسته د امریکا د پوځ لوی درستیز وایي، د افغان سولې کړکېچ له نظامي لارې نه شي حل کېدلی او ښه دا ده، چې طالبان له افغان حکومت سره په سياسي حل لارو خبرې وکړي.

ډانفورډ اعتراف کړی، چې طالبان جګړه کې نه ماتیدونکي دي او اړتیا ده چې د سولې لار تعقیب شي.
د امريک د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفرډ داسې ویلي (( طالبان په جګړه کې اوسمهال بایلونکي نه دي، که څه هم دا به مناسبه وي چې اعتراف وکړو، خو دا په ډاګه ده چې د افغانستان د جګړې حل لار سیاسي ده، نه جګړه.))

له دې سره یو ځای ډانفورډ بیا هم په نظامي، اقتصادي او سیاسي برخه کې پر طالبانو د فشار وړاندیز کړی چې د جګړې پر ځای د د سولې لار خپله کړي.

د امريک د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفرډ داسې ویلي (( له تفصيل ورکولو پرته، موږ باور لرو، چې طالبان اوس په دې پوهېږي ، چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.))
دغه امريکايي چارواکي دا خبرې په داسې مهال کې کوي چې د افغان سولې په تړاو د امريکا ځانګړي استازي تازه په قطر کې له طالب چارواکو سره په یو شمېر موضوعاتو خبرې کړي دي.

راپور: محبوب الهی

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist