Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسونه؛ پاکستان به هېڅ کله پښتانه سره جلا نه کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/17

د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې پښتانه سیاستوال د پښتون پولیس په وژنه کې د پاکستان حکومت مسوول بولي.

د کرښې پورې غاړي پښتنو د ننګرهار له چارواکو او خلکو مننه وکړه چې د طاهر داوړ جسد ته یې درناوی وکړ.

د کرښې پورې غاړې ولسونو پاکستان ته خبرداری ورکړ چې دوی به هېڅکله لر او بر افغان ولسونه سره جلا نه کړي.

د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د پښتون پولیس طاهر داوړ د جسد تر پیدا کېدو وروسته قومي مشرانو او چارواکو د هغه جنازه وکړه او په تورخم کې یې د پاکستانیو چارواکو پر ځای د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو ته وسپاره.

له کرښې هاخوا پرتو ولسونو د طاهر داوړ د جسد پر وړاندې د ننګرهار د مخورو او خلکو له ښه چلند مننه کړې او ویلي یې دي چې لر او بر افغان ولسونه به څوک جلا نه کړای شي.

پاکستان تور پورې کړی چې پولیس په افغانستان کې وژل شوی، خو پښتانه سیاستوال بیا پاکستان په دروغو تورنوي او وايي چې طاهر داوړ په پاکستان کې وژل شوی او بیا یې جسد ننګرهار ته لېږدول شوی دی.
د عوامي نېشنل ګوند د غړو په وینا چې د طاهر داوړ د وژنې په قضیه کې پاکستاني چارواکي ناسم مالومات ورکوي او اړتیا ده چې تحقیقات وشي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې د طاهر داوړ په وژنه کې پاکستان لاس لري او که له پښتون وژنې لاس وا نه خلي، خپل عدالت به جوړ کړي.

د طاهر داوړ کورنۍ هم د پاکستان حکومت پړ بولي او له نړیوالې ټولنې د تحقیقاتو غوښتنه کوي.

طاهر داوړ د اکټوبر په اوه ویسشتمه اسلام اباد کې نادرکه شو او د نومبر په دیارلسمه نېټه یې د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې جسد وموندل شو. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist