سي ای اې وايي چې محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې امر ورکړی دی.
د امریکا استخباراتي اداره وايي شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې امر کړی و.
سي آی ای وايي، استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې عرب ژورنالست د شهزاده سلمان په مستقیم امر له منځه وړل شوی دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا سي آی اې په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ چې نږدې متحد هیواد یې خاشقجي وژلی دی.
اخوا یوې مصرې ښځې ادعا کړې چې له خاشقجي سره یې څو میاشتې وړاندې په امریکا کې واده کړی دی.
هغې په یوه مرکه کې ویلي چې د یوې مسلمانې میرمني په توګه باید ټول حقونه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د خاشقجې د ترور پر مهال یې ترکۍ کوژدنه خدیجه چنګیز ورسره وه.