Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دفاع وزارت پر وسله‌والو طالبانو بریدونه زیات کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/17

پر وسله والو ډلو باندې د بریدونو د زیاتوالي له امر سره سم ملي دفاع وزارت په ټول هېواد کې عملیات پراخ کړي دي.

ملي دفاع وزارت وایي، طالبان به یا په سختو عملیاتو وځپي او یا به یې سولې ته اړ کړي.

له دې سره د ولسي جرګې رییس هم له دې پریکړې هر کلی کړی چې طالبان تر فشار لاندې ونیول شي چې سولې ته لیواله شي.

پوځي کارپوهان بیا انديښنه لري چې د عملیاتو له پراخوالي سره یو ځای افغان ځواکونه په کشفي برخه کې کمزروي او تجهیزات کم لري چې بریا یې حتمي نه ده.

له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو په جریان کې په افغان امنیتي ځواکونو د امنیت شورا غږ دا و چې د خلکو د امنیت او ارامښت لپاره باید په ټول هېواد کې یرغلیز بریدونه زیات شي.

اوس دفاع وزارت کار کوي چې د جګړې په ډګر کې د وسلوالو د ماتولو لپاره امر پرځای کړي.

د جګړې په میدان د وسلوالو د بریا یو راز همدا دی، چې د افغان حکومت پر وړاندې په یرغلیز حالات کې دي او له دې ښکاري چې د جګړې ابتکار د وسلوالو په لاس کې دی چې غزني په کې سقوط شو او فراه کې جګړه تر ښاره ورسېده.

په ولسي جرګه کې غوښتنه دا وه چې په وسلوالو طالبانو باندې باید فشار زیات شي ترڅو د جګړې له لارې سولې ته اړ کړای شي.

ولسمشر غني څو ځله له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي وو، چې له دفاعي حالات ووځي او وسلوالو باندې یرغلیز بریدونه وکړي خو لیدل کېږي چې تر اوسه پورې افغان امنیتي او  دفاعي ځواکونه د دفاع په حال کې دي.

د جګړې کارپوهان یې لاملونه د ښو وسلو نه شتون او د طالبانو کارنده استخباراتي پلان دی چې طالبان پکې برلاسي ښکاري.

خو تل اندېښنې داوي چې په جګړه کې ښکیلې خواوې د جګړو پرمهال د خلکو ژوند ته پام نه کوي چې له امله یې په ډېر شمېر ولسي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist