فراه کې پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
فراه کې د طالبانو ډله ییز برید پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د تیرې شپې دغه برید کې له شپیتو زیات پولیس وژل شوي دي.
سیمه ییزې سرچېنې وايي، برید د فراه رود ولسوالۍ اړوند سره غونډۍ سیمه کې د پولیسو پر کنډک شوی چې په بشپړ ډول سقوط شوی دی.
د سرچېنې په خبره له دغه کنډک ۶ ټانګونه، ۸ رینجر او درې نور موټرونه هم طالبانو بیولي دي.
فراه کې یوې امنیتي سرچېنې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، کنډک کې د طالبانو پنځلس نفوذي کسان وو چې طالبانو سره یې برید کې مرسته کړې ده.
د فراه امنیتي او دفاعي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغه خبر پخلی نه دی کړی.