سي ان ان پر سپینې ماڼۍ عریضه وکړه.
د سي ان ان هغه خبریال چې سپینې ماڼۍ کې ورته د ټرمپ له لوري سپکاوی وشو، محکمې ته ولاړ.
سي ان ان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چلند نیوکه کړې چې د رسنیو پر وړاندې ډېره نا مناسبه وه.
جېم اکوسټا چې له ټرمپ سره یې په پوښتنو کې لانجه وکړه د سپینې ماڼۍ له لوري پرې بندیز ولګید.
سي ان ان د ټرمپ چلند، بیان ازادۍ ته د سپکاوي په سترګه ګوري او د حیثیت د اعادې غوښتنه کوي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیله له مطبوعاتو سره ښه ندی او په ځانګړې توګه سي ان ان د خپل حکومت دښمن بولي.