• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خلاصون لار شورا د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ غوښتنه وکړه

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/15

اوس د طالبانو خواخوږي هم د سولې پروسې لپاره د ولسمشریزه ټاکنو ځنډ غواړي.

د خلاصون لار شورا غوښتنه وکړه چې د سولې لپاره دې ولسمشریزې ټاکنې وځنډول شي.

دې شورا د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي هم غوښتنه کړې چې له داسې خلکو سره دې د سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي چې بانفوذه وي.

د خلاصون لار شورا مشر د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره د طالب بندیانو خوشې کیدل او د قطر دفتر په رسمیت پيژندل اړین یادوي.

د سولې لپاره چې اوس تر بل هر وخت تمې زیاتې شوي، ورسره یو ځای وړاندیز کیږي چې ولسمشریزه ټاکنې دې وځنډیږي، که څه هم افغان حکومت په ښکاره ویلي چې ټاکنې به په خپل وخت کیږي، خو ټینګار دا دی چې که سوله راځي، ټاکنې دې وځنډیږي.

د خلاصون لارې شورا وایي، په هېواد کې خاموشه اکثریت د دریمګړي رول لوبولی شي، نو په کار ده چې د لیدو او مشورو پرمهال له پامه و نه غورځول شي.

طالبانو د مسکو په ناسته کې د دفتر د رسمیت پیژندلو او د مشرانو په سر د ټاکل شو جایزو او د تور لیست لرې کولو غوښتنه کړې، چې د خلاصون لارې شورا پرې هم ټینګار لري.

د خلیلزاد سفرونه او هڅې دا په ډاګه کوي چې نړیوال او په ځانګړي ډول امریکا غواړي، نور په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

قطر کې له طالب استازو سره د امریکايي استازو لیدنې او د مسکو غونډه هغه څه دي چې د سولې لپاره هیلې زیاتې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي
افغانستان

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ
افغانستان

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

جون 16, 2025
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې
افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

جون 16, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 16, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

جون 16, 2025
اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

جون 16, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist