Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

د امریکا هوايي بریدونو، افغانانو ته شکنجه ورکړې

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/15

روان کال امریکا په افغانستان کې څه باندې پنځه زره هوايي بریدونه کړي.

په سږني خونړي کال کې د جګړې ټولو اړخونو د یو بل د تضعیف لپاره له هیڅ راز امکاناتو کارولو ډډه ونکړه چې له همدې امله په جګړه کې د ښکیلو غاړو تر څنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګراف هم لوړ وو.

د امریکا له ادرسه تازه خپاره شوي مالومات ښيي چې یوازې په روان کال کې دوی د طالبانو او نورو ډلو په ضد لږ تر لږه پنځه زره هوايي حملې کړي هغه څه چې بې سارې ګڼل کیږي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د امریکا هوايي بریدونه تر ډېر بې هدفه ګڼي چې خلک یې ذهني شکنجه کړي دي.

پوځي شنونکي وايي، د امریکا هوايي بریدونه د ګټې پر ځای تاوان ډير لري.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندې له قوله یوه خپلواک بنسټ داسې لیکلي (( امریکا تر اوسه هېڅ کله دومره بمونه په افغانستان کې نه دي اچولي، خو سږ کال یې تر ټوله لوړې کچې ته رسولي تر اوسه ۵۲۱۳ بمونه اچولي، تر دې دمخه په ۲۰۱۰ م کال کې ۵۱۰۱ بمونه په افغانستان کې اچولي وو))

په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، هوایي بریدونه د مرګ ژوبلې تر څنګ افغانانو ته رواني او مالي زیانونه هم اړوي.

د ځمکنۍ جګړې، شپنۍ چاپو تر څنګ د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه د طالبانو او نورو ډلو ځپلو لپاره مهم بلل کیږي، خو ځینې پوځي شونکي د بریدونو ناکامي د ناسمې همغږۍ له امله ګڼي.

د ملګرو ملتونو د خپاره شویو راپورونو په اساس د جګړې ټول اړخونه په خپلو جګړیزو تکتیکونو کې د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کوي.

هر ځلې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه په طالبانو، ورپسې، حکومت او بهرنیو ځواکونو اچول کیږي خو ټول اړخونه دوی ته منسوبه مرګ ژوبله په لوړه کچه نه مني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist