په علومو اکاډمي کې ځینې ادب پوهان راټول شوي و، چې د اقبال لاهوري په ژوند او اثارو يې خبرې وکړې.
په کابل کې د علامه اقبال لاهوري د افکارو او د پښتنو پر وړاندي د هغه د لید لوري په اړه غونډه وشوه .
غونډه کې د علامه اقبال لاهوري په ژوند خبري وشوې او هغه یې د افغانانو هم فکری وباله.
تاریخ پوه حبیب الله رفیع وایي، لاهوري تل د ادب له لارې په لرو برو پښتنو باندې د یووالي غږ کړی دی.
په علومو اکاډمي کې د ترکمنو ښځو په مرسته ځینې ادب پوهان راټول شوي و، چې د اقبال لاهوري په ژوند او اثارو يې خبري وکړې او د لاهوري مینه يې پښتنو سره وستایله.
تاریخ پوه حبیب الله رفیع وایي، علامه اقبال پښتنو ته ځانګړی درناوی درلود او له همدې کبله اوس هم د پښتنو په سیمه کې په ښه نوم یادیږي.
د ادب ځینې پوهان وایي، لاهوري د خوشال بابا له اثارو متاثره وه او د پښتنو شاعرانو اثار یې ډیر لوستل.
علامه اقبال لاهوري په ۱۸۷۳ کال د هند د پنجاب په سیالکوت سیمه کې زیږدلی و.
لاهوري د جرمنې په کمبریج او مونیخ ښارونو کې د فلسفې او حقوقو زده کړي کړې وې.