د کندهار امنیه قوماندان وايي، جنرال رازق د پاکستان څارګرې ادارې وژلی دی.
د کندهار مخکني وژل شوي امنیه قوماندان ورور او اوسنی امنیه قوماندان پاسوال تادین خان وایي د خپل ورور لار به تعقیب کړي.
تادین خان په لومړنۍ مرکه ويلي چې ورور یې رازق خان د پاکستان څارګرې ادارې وژلی او دی به یې غچ واخلي.
تادین خان د هغو هېوادونو نومونه اخېستي چې پر وینا یې په افغان خاوره کې لاسوهنې کوي .
تادین خان همداراز په دغه مرکه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له افغانانو مننه کړې چې له دوی سره یې غمشریکي کړې ده.
جنرال رازق تېره میاشت د کندهار ولایت مقام دننه له یوې امنیتي غونډې وروسته د والي ساتونکي لخوا په ډزو ووژل شو، چې وسلهوالو طالبانو یې مسوولیت په غاړه واخیست.