Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د سولې خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي

ځينو سیاسیونو له زلمي خلیل زاد امتیازات غوښتي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/12

ځینو سیاسیونو د سولې پروسه کې له خلیلزاد امتیازات غوښتي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد چې بیا کابل ته راغلی و
له ځینو سیاسیونو سره په لیدنو کې ترې امتیاز غوښتل شوی چې د سولې پروسه کې یې ورکړي.

خلیل زاد به یوځل بیا هغو هېوادونو په لور لاړ شي چې د افغانستان په جګړه او سوله کې اغېز لري.

ټاکل شوې دا ځل خلیلزاد د افغان سولې لپاره مسکو ته هم لاړ شي.

کابل ته په دویم ځل سفر کې له سیاسیونو سره په لیدنه کې له خلیل زاد غوښتل شوي چې د سولې په بدل کې باید دوی ته یو امتیازات ورکړل شي خو مالومه نه ده چې دا امتیازات به څه وي او چا غوښتي دي خو د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي وايي ځینو سیاسیونو له خلیل زاد د امتیازاتو غوښتنه کړې.

له پاکستاني زندان څخه د طالبانو د پخواني مرستیال ملابرادر خوشې کېدل او په راولپینډۍ کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا سمیع الحق وژنه هغه ټکي دي چې سوله یقیني کوي.

اوس تېر سفر ته په کتو په پام کې ده چې خلیل زاد مسکو ته لاړ شي چې تېره اونۍ په کې طالبان او سولې شورا غړي مخامخ خبرو ته کېناستل.

خلیل زاد په دویم ځل سفر کې د سیاسیونو په ډله کې له عطامحمد نور ، جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.

هغه په ارګ کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کړی او باور یې ښوولی چې سولې ته رسیدل زیات پیچومي نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist